ډیورنډ کرښه او روستۍ پراختیاوې
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

             د ډیورنډ کرښې د تایید په اړه د څو امریکايي چارواکو څرګندونې چې افغان دولت پخپل وخت رد کړې او لرو برو افغانانو په پوره یووالي سره په سختو ټکو وغندلي او هغه يي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه اوځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ ته سپکاوی وګاڼه، د دې کرښې په اړه موجود کړکیچ نور هم زیات کړ او هغه يي نوي پړاو ته ورپوریست !

دا چې د ایساف ویاند وایي « مونږ دلته ددی لپاره یو چی نړی ته ډاډ ورکړو چی افغانستان به نور د ترهګرو لپاره د امن ځای نه وي. خو دا مو دنده نه ده چی د افغانستان له حریم څخه دفاع وکړو او یا هم له نورو سره په مقابله کی له افغانستان څخه ملاتړ وکړو. روهي بریښناپاڼه»

داسې څرګندونې هم د ډیورنډ کرښې په بره غاړه د پنجابي توغندیو او ددې کرښې په اړه د امریکايي مقاماتو د روستیو لاسوهنو سره په تړاو کې شوې دي .

د امریکايي چارواکو له څرګندونو روسته پنجاب هم سپين سترګی او زړور شو او د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی يي له خبریالانو سره په اوونیزه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نړیواله کچه پېژندل شوې پوله ده.

البته دا ټولې څرګندونې سره غبرګونې او په داسې مهال کیږي چې ناټو او ایساف ،هغه ژمنه چې د بن په لومړي کنفرانس کې يي کړې وه او هغه دا چې ترهګربه له سیمې جارو کوي او اډې به يي له منځه وړي، نیمګړې پاتې ده. پاکستان کې د ترهګرو اډې اوس هم له پخوانه زیاتې فعالې او په شمېر کې يي نه یوازې دا چې کمښت نه دی راغلی، بلکې له پخوانه زیاتې شوې هم دي!

د خېبرپښتونخوا والي (ګورنر) سیدمسعود کوثر پرون وویل « د پنجاب حکومت له ترهګرو ډلوسره پټې اونږدی اړیکې لري او دهغوی ملاتړکوی. دغه مطلب د پاکستان دانګليسي ژبې ورځپاڼې( ډان ) په یوه برخه کي راغلې دی.

هغه زیاته کړه : چي پنجاب ترهګرو ډلوته په مدرسوکې داستوګنې ځایونه برابروی او د دوی د فعالیتونو قربانیان هم قبايلې خلک دي او دا تروریستي ډلې نه د پاکستان او نه هم د قبايلي خلکو دوستان کېدای شي. لروبر »

د پاکستان یو مشهور خبریال حامد میر وايي « افغان طالبان په ۱۹۹۶ کې د پاکستان د آی آیس آی او د امریکا د سي آی اې له لوري رامنځته شول او حتي د طالبانو له مشرملا عمر سره د ده مرکې ته اسانتیاوې رحمان ملک برابرې کړې وې. رحمان ملک هغه مهال د پاکستان د آیف آی اې یا د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي (استخباراتي) ادارې یو چارواکی و.

حامد میر زیاتوي، کله چې یې د طالبانو په اړه انتقادي مطلب ولیکه، حتي بېنظیر بوټو له داسي لیکنو منع کړ.

ده پر پاکستاني طالبانو د نیوکې ترڅنګ وویل چې د اسلام اباد په لال جومات کې د عملیاتو په مهال د طالبانو وژل شوی مشر بیت الله مسید(محسود) په اسلام اباد کې د پارلمان په اړوندو استوګنځایونو کې اوسېده او هلته آی ایس آی، مولانا سمیع الحق او مولانا فضل الرحمان رابللی و.

حامد میر دا هم وايي چې د بېنظیر بوټو د حکومت په دوره کې هم رحمان ملک او نورو چارواکو د پاکستان د پوځ په غوښتنه د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکاوه.

دې ته ورته څرګندونې د پاکستان یوه بل مشهور خبریال محمد ملک ابصار هم کړې دي. تاند»

د ډیورنډ کرښې په اړه امریکايي روستۍ څرګندونې او د ایساف کمزوری دریځ ، پاکستان نور هم هڅوي چې په کور دننه د ترهګرو د روزنې بټۍ او ګاڼۍ لا فعاله کړي، د ډیورنډ کرښې پر بره غاړه توغندي رازیات کړي او خپله هم د هغې کرښې په اړه چې د انګریزي مور په خیټه کې يي لا نطفه نه وه غوټه شوې، ګډې وډې ووايي !

که امریکا داسې ځلوي چې دا ګام يي د پنجاب د هڅولو او نرمولو لپاره اخیستی او په دې توګه به د پنجاب مرسته جلب کړي چې ترهګر وټکوي، یوازې ځان تېرباسي. د ترهګرو شتون د پنجاب د بقا لپاره داسې اړین دی لکه هوا او اوکسیجن چې د ژوندیو لپاره ضرور دی . افغانان هم اوس د تېرایستلو له داسې پړاوونو څخه تېر شوي دي !

البته د امریکا د روستي منافق دریځ په اړه د افغان دولت او افغانانو د غندنې غبرګون چې ادامه لري، باید نویو هلوځلو ته پورته شي . افغان دولت حق لري په کابل کې د امریکا سفیر او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، د افغانستان د ملي ګټو پر ضد د لمسونو او پارونو په ګنا له افغانستانه وشړي !

دلته د پورته ټولو خبرو له یادولو څخه موخه دا ده، په ډاګه شی چې افغانان د ننګونو او ګواښونو د بیخي بل او نوي پړاو سره مخامخ دي.

په دې پړاو کې، د ډیورنډ کرښې په اړه د زړه نا زړه خبرو ، بېلا بېلو دریځونو، تاویلی ماویلی او سفسطو وخت تېر دی . له ۱۸۹۳ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې ، پوره ۱۱۹ کاله وخت کافی دی چې افغانان پوه شوي وي چې د ډیورنډکرښې د راتلونکي برخلیک سره څه وکړي ؟

په تېرو ۱۱۹ کلونو کې، د کرښې پر دواړو غاړو افغانانو ، د دې تپلې کرښې پر ضد کافې لاریونونه، غونډې ، جرګې ، پریکړې او ژمنې کړي .

د ۱۱۹ کالو په دوران کې له حکومتونو سربېره حتی یو افغان هم دا کرښه نه ده منلي . له دې کرښې سره چلند افغانانو ته د ملي ګټو سربېره د ملي ننګ او ناموس په حیث ګرځېدلی. د کرښې په نه منلو کې افغانان سره یوموټي او یوه خوله دی .

په دې توګه دا خبره چې کله ناکله اوریدل کیږي او هغه دا چې د ډیورڼډکرښې په اړه به روستۍ پریکړه افغان ولس کوي، یا به لویه جرګه تصمیم نیسي او یا به په کرښه ریفرانډوم کیږي، اوس له وخته تېرې او زړې خبرې دي !

افغانانو له وخته پریکړه کړې چې دا کرښه نه منو . کله چې داسې پریکړه شوې ده بیا لویه جرګه، د ولس رایو ته بیا مراجعه او یا ریفرانډوم ته اړتیا نه پاتیږي !

نوره باید د ولس پریکړه پلې شي . واحد، یو موټي او بشپړ افغانستان به جوړیږي، له دې څخه په کم څه، موږ افغانان نه راضي کیږو او زموږ تباهي به وي !

روستیو پراختیاوو هم افغانان په یوه لار کې ودرول. هغه افغانان چې اوس هم لا د ډیورنډ کرښې په اړه زړه نازړه توب، بېلا بېل دریځ او پټ تاویلونه لري باید هغې سره مخه ښه وکړي او واحد دریځ خپل کړي .

که پنجاب پخپل درواغجن، له ښکېلاک پاتې او تاریخ ځپلي دریځ کلک دریدلای شي، افغانان بیا ولې پخپل ویاړلې، تاریخي او قانوني دریځ ټینګ نه شي دریدلای !

که د پنجاب په ګټه د ډیورنډکرښې په اړه د امریکا څرګندونې، ددې کرښې په اړه پخپل دریځ د پنجاب له ټینګار او یووالې څخه راټوکېدلې، موږ افغانان ولې د دې تپلې کرښې ترپښو لاندې کولو لپاره ، واحد دریځ خپل نه کړو، پر خپل دریځ ټينګار ونه کړو او هغه پلی نه کړو، حق او قانون هم زموږ خواته دی او نوره نړۍ هم شا ته درولی شو !

بری حتمآ زموږ افغانانو په برخه دی !

د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر۳۱ مه

 


November 1st, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی